جاپان زیانمنو افغانانو سره نږدې ۸ میلیونه ډالر مرسته کوي

جاپان زیانمنو افغانانو سره نږدې ۸ میلیونه ډالر مرسته کوي افغانستان
د اقتصاد وزیر کابل کې د جاپان سفیر سره کتنه کې

کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتنه کې ویلي، هېواد یې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو زیانمنو افغانانو لپاره ۷.۶۳ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

 

د اقتصاد وزیر دې کتنه کې د جاپان سفیر څخه غوښتي، چې د هغو سیمو بنسټیزو پروژو بیارغونه کې دې مرستې زیاتې کړي، چې زیانمنې شوې دي.

 

نوموړي ویلي، زیانمنو سیمو کې د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره زیانمنو ته د کاري زمینې برابرېدو سربېره د دې سیمو د تلپاتي اقتصاد او ټولنیز ژوند کې به مرسته وکړي.

 

د جاپان سفیر د افغانستان لرغونو میراثونو د ساتنې، تاریخي ابداتو او د اړوند بنسټونو د کارکوونکو ظرفیت لوړولو برخو کې د همکارۍ ډاډ هم ورکړی دی.

تړلي موضوعات