جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې نږدې ۵۰۰ پوځي وسایط بیا ترمیم شوي

جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې نږدې ۵۰۰ پوځي وسایط بیا ترمیم شوي افغانستان
د ملي دفاع وزارت حضرت عبدالله بن مسعود رض جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ کې تازه ترمیم شوي پوځي وسایط

ملي دفاع وزارت ویلي، چې د حضرت عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ د تامیناتو کنډک ورکشاپ کې ۴۹۴ عرادې بېلابېل ډوله نظامي وسایط بیا ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي.

 

ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغو بیا جوړو شویو وسایطو کې ٣٦٩ رنجرې، ١٠هاموې ټانګونه، ٣١ انټرنیشنل موټرونه، ١٧ هندي کاسټرونه، ٦ پرده ابي ډوله موټر، ٥ عرادې بابکیت، یو کرینګ، ٢٥ فورد، ۴ عرادې ماز ٥٠٠ او ٢٦ عرادې نور بېلابېل نظامي وسایط شامل دي.

 

دفاع وزارت دغه راز زیاته کړې، دغه وسایط د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د یادې قومندانۍ د مسلکي انجنیرانو له لوري بیا جوړ او ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي.

تړلي موضوعات