د مالیزیا مېشتو افغانانو ستونزو ته دې لومړیتوب ورکړل شي

د مالیزیا مېشتو افغانانو ستونزو ته دې لومړیتوب ورکړل شي افغانستان
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي سره کتنه کې

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر مالیزیا لپاره د اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي سره کتنه کې ویلي، مالیزیا کې د مېشتو افغانانو ستونزو حل ته دې لومړیتوب ورکړل شي.

 

سیاسي مرستیال دې کتنه کې د کابل – کوالالمپور اړیکې مهمې بللې او د لا پیاوړتیا لپاره یې پر هڅو ټېنګار کړی.

 

بلخوا مالیزیا کې د اسلامي امارت سفیر کابل ته د مالیزیايي پلاوي سفر مهم بللی او زیاته کړې یې ده، چې د دې پلاوي سفر د دواړو هېوادونو پر اړیکو مثبت تاثیر کړی دی.

 

د یادونې ده، چې دا مهال اسلامي امارت له ګڼو هېوادونو سره سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري او د افغانستان حکومت رهبري هڅه کوي له نورو هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

تړلي موضوعات