تازه د شاوخوا پنځه میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې شوې
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت نن شنبې په خبر پاڼه کې ویلي، د ملاعبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د شاوخوا ۵ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۲۷ پروژو قراردادونه منظور او د ۸ هغو تعدیل شول.
خبر پاڼه کې راغلي، په منظور شوو او تعدیل شوو پروژو کې د غزني ولایت د سلطان بند بیارغونه، په کابل ښار کې د تهیه مسکن د دوهم نمبر بلاکونه، د لوګر او کندهار ولایتونو د استیناف محکمو تعمیرونه، د کابل ښار یوشمېر داخلي سړکونه، په مختلفو ولایتونو کې د اړتیا وړ برېښنايي وسایل او یوشمېر نورې پروژې شاملې دي چې د اسلامي امارت له لوري تمویلېږي.