د پاکستان سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ۱۱ نور افغان زندانېان ازاد شول
کراچۍ ښار کې د افغانستان سرقونسل عبدالجبار تخاري په یو ویډیویي کلیپ کې ویلي، د راخلاص شویو ۱۱ زندانېانو په ډله کې یوه ښځه او پنځه ماشومان هم شامل دي.
عبدالجبار تخاري وویل، اوس مهال یواځې تر ۳۵ شاوخوا افغان زندانېان د سند په زندانونو کې پاتې دي.
د افغان سرقونسل د معلوماتو له مخې یواځې د پاکستان سیند ایالت له زندانونو تر دې دمه ۴ زره ۲۰۰ افغان بندیان خوشي شوي دي.
د یادونې وړ ده چې وړمه ورځ د ایران عدلیې وزارت له لوري راغلي پلاوي کابل کې ویلي، د افغانستان او ایران ترمنځ د شویو هوکړو له مخې به نږدې وختونو کې ۱۰۰۰ تنه افغان بندیان کابل ته انتقال او د بند موده به یې همدلته پوره شي.