د افغانستان اوسپنیزې کرښې مرستیال ایران ته په سفر ولاړ
د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د ریلي همکاریو په موخه ایران ته سفر کړی.
ښاغلی صاحبزاده او ورسره مل پلاوی د ایران اوسپنې پټلۍ ادارې په رسمي بلنه هغه هېواد ته تللی دی.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، افغان پلاوی به دې سفر کې د ایران اوسپنې پټلۍ او نورو اړوند ادارو سره د خواف – هرات د اوسپنیزې کرښې له لارې د انتقالاتو پر زیاتوالي او دوه اړخیزو ریلي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د یادونې ده، چې دا مهال د خواف – هرات له لارې د سوداګریزو توکو انتقالاتو جریان ترڅنګ د یاد مسیر یو شمېر برخې هم تر کار لاندې دي.