د عامې روغتیا وزیر سعودي عربستان ته په سفر تللی
د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي «د میکروب ضد درملو پر وړاندې د مبارزې» په نوم وزیرانو څلورمې ناستې کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان جدي ښار ته په سفر تللی.
د عامې روغتیا وزارت ویلي، دغې ناسته کې به میکروب ضد درملو مقاومت کموالي، ګټورې استفادې او په ګډه د دې ننګونې څخه د وتلو په موخه بحث وکړي.
یاد وزارت ویلي، هڅه کوي چې د هېواد ټولو وګړو ته معیاري، مؤثر او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي، چې په همدې موخه د څیړنو او علمي نظرونو سره مل په نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې ګړندۍ کړې دي.