قطر افغانستان سره څلور عرادې امبولانسونو مرسته کړې
قطر افغانستان ته یوه کومکي بسته استولې، چې څلور عرادې امبولانسونه او ځینې روغتیایي مرستې په کې شاملې دي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي، دغه څلور عرادې امبولانسونه او ورغتیایي بسته یې د پنجشنبې په ورځ د کابل نړېوال هوایي ډګر کې اسلامي امارت ته سپارلې ده.
یاد وزارت همداراز ویلي، دغه مرستې له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د قطر دولت د ژمنو یوه برخه دي، څو د افغانانو بېړنۍ اړتیاوې پرې پوره شي.