د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه افغانستان
انځور ارشیف

د سالنګ لویه لار چې د واورې اورښت، طوفان او د لیدلو محدودې ساحې له کبله تېره شپه د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه نن سهار بیرته د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه.

 

ټولګتو وزارت مسئولینو ویلي، اوس مهال سالنګ کې د واورې ورېدل درېدلي او لار د موټرو پرمخ خلاصه شوې ده.

 

د یاد وزارت د خبر له مخې، د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست کارکوونکي هڅه کوي هغه سیمې چې واوره پکې زیاته ده پاکې کړې.

تړلي موضوعات