اقلیمي بدلون سیاسي پولې نه پېژني د حل لپاره یې ډله ییز کار ته اړتیا ده
اسوشتېد پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې د افغانستان چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس مولوي مطیع الحق خالص له قوله ویلي، د اقلیم بدلون اغېزه هېڅ حد نلري او دا بدلون کولای شي په نارینه وو سربېره په ښځو، ماشومانو، نباتاتو او څارویو هم اغیزه وکړي نو لازمه ده، چې ددې مسئلې د حل لپاره ډله ایزه همکاري وشي.
سرچینې زیاته کړې، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان پلاوی د اقلیمي بدلون، کاپ ۲۹ مه غونډه کې ګډون کوي.
سرچېنې په عین وخت کې د اقلیمي بدلون له امله رامنځ ته شویو اغیزو ته په اشارې ویلي، افغانستان په نړېواله کچه شپږم اغیزمن هېواد دی چې د نارینه وو په پرتله یې ښځې زیاتې زیانمنې کړي.
د افغانستان چاپيریال ساتنې ملي ادارې رئيس اسوشټیډ پرېس سره خبرو کې د اقلیمي بدلون په وړاندې پر ګډو هڅو ټېنګار کړی.