د مخابراتي شبکو اړیکو کې ۳۰ او انټرنېټي بیو کې ۱۴ سلنه کموالی راغی

د مخابراتي شبکو اړیکو کې ۳۰ او انټرنېټي بیو کې ۱۴ سلنه کموالی راغی افغانستان
انځور ارشیف

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د بیو په نوي ټاکل شوی سقف کې د هر شبکې د ننه د پېرودونکو ترمنځ د یوې دقیقې غږیزې اړیکې بیه ۱.۳۰ افغانۍ ده، چې د بیو مخکني سقف په پرتله ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

 

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، له یوې شبکې بلې شبکې ته د یوې دقیقې غږیزې اړیکي بیه ۱.۴۰ افغانۍ ټاکل شوې، چې د تېر په پرتله ۳۶ سلنه ټیټوالی په کې راغلی.

 

مولوي نجیب الله حیات حقاني ویلي، د دې ترڅنګ د یو جي بي میاشتنۍ انټرنیټي کڅوړي بیه ۹۵ افغانۍ ټاکل شوې، چې ۱۴ سلنه کموالی په کې راغلی دی.

 

ښاغلي حقاني ویلي، د مخابراتي شرکتونو لپاره د بیو په نوي سقف کې د مخابراتي شبکو تر منځ د خپلمنځي نښلونې فیس ۰.۵۰ افغانۍ ټاکل شوی، چې د تېر په پرتله پکې ۵۰ سلنه کموالی راغلی دی.

 

د مخابراتو وزارت ویلي، د نوي سقف پورتنۍ بیې به، یوه نیمه میاشت وروسته، یعنې د راتلونکي میلادي کال له پیل څخه عملي شي.

 

یاد وزارت وایي، دغه اقدام یې د ولس له غوښتنې سره سم کړی، چې دې سره به د مخابراتي شرکتونو ترمنځ د بیو برخه کې د سالم رقابت سیالي نوره هم زیاته شي.

تړلي موضوعات