د کاني زېرمو په عوایدو د اوبو او برېښنا بندونه جوړېږي
د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري وایي، کړنلارې سره سم د کانې زېرمو عواید د اوبو او برښنا بندونو په جوړولو مصرفوي.
هغه دا خبره د اوبو انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور په لیدنه کې کړې.
د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کاني زېرمو د ښه مدیریت، پانګوالو ته د پانګونې زمینې برابرولو، د کاري فرصتونو په رامنځته کېدو سربیره یې د کانونو په عوایدو د اوبو او برېښنا بندونو د جوړولو خبرې کړې دي.
اسلامي امارت دا مهال د هېواد د لویو او کوچنیو کاني زېرمو د راسپړلو او تثبیت چارې پيل کړې چې ور سره یو شمیر لویې مهمې ملي پروژې هم د همدې عوایدو پر مټ مخ ته ځي.