د امریکا ټاکنې؛ ډونالډ ټرمپ یوازې ۲۳ الکټرال رایو ته اړتیا لري

د امریکا ټاکنې؛ ډونالډ ټرمپ یوازې ۲۳ الکټرال رایو ته اړتیا لري نړۍ
د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزې ټاکنې

د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي ګونډ نوماند ډونالډ ټرمپ یوازې ۲۳ الکټرال رایو ته اړتیا لري، چې د امریکا نوی ولسمشر شي.

 

نوموړي د امریکا جورجیا برخلیک ټاکونکي ایالت کې ټاکنې وګټلې او د نوموړي الکټرال رایې ۲۴۷ ته پورته کړلې.

 

ډونالډ ټرامپ تر دې مهال د ۲۷۰ الکټرال رایو له ډلې ۲۴۶ رایې ګټلې او سیالې کاملا هریس بیا ۲۱۰ رایي لري.

 

د امریکا د ټاکنو قانون له مخې ډونالډ ټرمپ او کاملا هریس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ګټلو لپاره ۲۷۰ الکټرال کالج رايو ته اړتیا لري.

تړلي موضوعات