اسرائیلي چارواکو ژور اختلافات؛ نتنیاهو خپل دفاع وزیر ګوښه کړی
د اسرائیلو لومړي وزير بنيامين نتنياهو تېره ورځ ماښام په رسمي ډول اعلان کړه، چې خپل د دفاع وزير يواو ګالانټ يې له دندې ګوښه کړی دی.
نتنياهو څرګنده کړه چې د هغه او د ګالانټ ترمنځ باور له منځه تللی و او د جګړې پر مهال دې باور ته لويه اړتيا وه.
نتنياهو د ګالانټ په ځای د بهرنيو چارو وزير يسراييل کاټس د دفاع وزير ټاکلی دی. نوموړی د فلسطينيانو په ضد په دښمنانه دريځ مشهور دی او له جنايتونو ډکه ماضي لري.
د اتيايمو کلونو په وروستيو کې د خيانت او فريب په تورونو محاکمه شوی هم دی.
نتنياهو پخوانی دفاع وزير په دې هم تورن کړی، چې داسې څرګندونې او کړنې يې کړې دي، چې د حکومت او د وزيرانو شورا له پرېکړو سره په ټکر کې وې.
خو ګالانټ له دندې له ګوښه کېدو وروسته په خپلو لومړيو څرګندونو کې ويلي، چې درې قضيې د هغه د ګوښه کېدو لامل شوې، چې يوه زما دا دريځ و چې هر څوک چې د عسکري دندې عمر ته رسېدلی وي؛ بايد پوځ ته جذب شي. نوموړي په دې دريځ کې د اسرائيلي حکومت د هغو پرېکړو مخالفت کاوه چې «حريديم» يا د يهودو د ديني زده کړو زده کړيالان يې له پوځي دندې معاف کول.
ګالانټ ټينګار کاوه چې په روانه جګړه کې يې سلګونه نارينه او ښځينه پوځيان له لاسه ورکړي او بايد نوي سرتېري د پوځ ليکو ته جذب کړي.
ګوښه شوي دفاع وزير دويمه قضيه غزې نه د اسرائيلي بنديانو په راخوشې کولو ټينګار ښودلی او درېيمه قضيه د اکتوبر د ۷مې د پېښې اړوند د پوځي او استخباراتي ناکاميو په اړه د رسمي تحقيقاتي کمېټې په جوړولو ټينګار و، نتنياهو په ځلونو د دې کمېټې له جوړولو انکار وکړ او ژمنه يې وکړه چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به دا کار وکړي.
بلخوا د ګالانټ په ګوښه کېدو اسرائیلو ( اشغال شوي فلسطین) کې زرګونه اسرائیلي وګړي واټونو ته راوتلي او د خپل لومړي وزیر دا پرېکړه یې غندلې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ګالانټ د نوي اسرائيلي حکومت د تشکيل په صورت کې ځان د دې حکومت لومړی وزير باله، هغه دغه راز د نتنياهو په نسبت د جو بايډن حکومت ته نږدې هم بلل کېده.