د ګډو جګړه ییزو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۱۲ تنه نور منسوبین هم فارغ شول
د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د هېواد ملي اسلامي اردو د مسلکي کېدو پر دوام دا ځل د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ څخه ۱۱۲ تنه ځوان منسوبین فارغ شول.
دغو تازه فارغینو ته د توپچي، مخابرې او سټلاېټ برخو کې درې میاشتنۍ مسلکي زده کړې ورکړل شوې دي.
په همدې موخه مراسمو کې د جګړه ییزو ګډو زده کړو قومندان مولوي نصیب الله مدني ویلي، د خپل مسئولیت اړوند زده کړې او مهارتونه نور هم ترلاسه او ځانونه په ظاهري اعداد ترڅنګ په باطني اعداد، تقوا او پرهېزګارۍ سمبال کړئ.
ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود.