امریکایان نن د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه اچوي
د امریکا خلک د څلورو کلونو ولسمشر ټاکلو په موخه نن سې شنبې رایې اچونې ته وځي، په دې ټاکنو کې د دیموکرات ګوند له لوري کمالا هرېس او د جمهوریپال ګوند له لوري بیا ډونالډ ټرمپ د سیالۍ ګټلو ته راوتلي دي.
د دواړو نوماندانو د کمپاین وروستۍ ورځې پر یو بل په تورونو او نېوکو تېرې شوې، هر یو یې د امریکا لپاره د ښه خدمت باټې وهلې.
ټرمپ وړمه ورځ ویلي وو ولسمشرۍ ته په رسېدو به یې مبارزه د ناقانونه کډوالو پر ضد وي، خو کمالا هرېس بیا د دغه هېواد د اقتصاد ښه کولو او یووالي راوستو ژمنې درلودې.
شمېرې ښیي چې امریکا کې شاوخوا ۱۴۴ میلیونه خلک د رایو ورکولو وړ دي چې له دې ډلې یې ۸۱ میلیونه خلکو وار دمخه رایې کارولې دي.
کچېرې کمالا هرېس ګټونکې شي نو دا به د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ ښځه وي چې تر ولسمشرۍ رسېږي.