لبنان کې څلورو ورځو کې ۸۴۰ اسرائیلي اشغالګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان جګړه د صهیونیست رژیم د سر او مال په درنه بیه تمامیږي؛تازه د ایران تسنیم خبري اژانس د حزب الله ډلې د کره معلوماتو په بنسټ خبر ورکړی، چې تېرو څلور ورځو کې ۸۴۰ اسرائیلي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچېنې زیاته کړې، د څلورو ورځو په تېرېدو سره لبنان کې د اسرائیلي اشغالګر پوځ ۹۰ پوځیان وژل شوي او ۷۵۰ټپیان شوي دي.
یاده سرچینه په خپل راپور کې کاږي، چې د درنو تلفاتو ترڅنګ د صهیونیست ځواکونو ۳۸ مراکاو ټانګونه، ۴ پوځي بلډوزر سربېره یې زغروال او هومر موټر هم سوځولي.
سرچېنه د دغې ډلې د راپور پر اساس زیاتوي، حزب الله ډلې دښمن اړ کړی چې د لبنان ځینو سېمو څخه شاتګ وکړي او زیاتوي چې په نیول شویو سېمو کې له دښمن څخه ګڼ شمېر نظامي تجهیزات هم د حزب الله ځواکونو ته په لاس ورغلي.
د راپورونو پر اساس، پر لبنان د اسرائیلو د ځمکنیو بریدونو له پیل څخه تر دې دمه سلګونه اسرائیلي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.