غزه کې پنځو نورو خبریالانو ژوند له لاسه ورکړی
انادولو خبري اژانس په غزه کې د چارواکو له قوله وايي، د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له لوري غزې تړانګه کې پنځه تنه فلسطیني خبریالان په شهادت رسېدلي.
دا پنځه فلسطیني خبریالان تېره ورځ د غزې تړانګه کې شهیدان شوي چې ورسره په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۸۲ تنو ته پورته شو.
سرچینه زیاتوي، په غزه کې د حکومت رسنیو دفتر د فلسطیني خبریالانو په نښه کول غندلي او په یوه اعلامیه کې یې پر نړېوالې ټولنې او د خبریالانو له اړوند سازمانونو غوښتي چې په غزه کې د نسل وژنې مخنیوي په موخه دې صهیونیست ځواکونه تر فشار لاندې راولي.
د یادونې وړ ده چې اشغالګرو ځواکونه په غزه کې نسل وژنې ته په قصدي ډول ادامه ورکوي او دا مهال یې نږدې یو لک پنځوس زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.