له جګړو وېره؛ د اسرائیلو پوځ د استخدام له سخت کمښت سره مخ دی
المیادین رسنۍ د اسرائیلو ماریو ورځپاڼې له قوله راخیستي، اوس وخت را رسېدلی چې اسرائیل د جګړې له ډګره راټول او د سولې لپاره یو پلان وټاکي.
سرچینه ددې ورځپاڼې پوځي خبریال «اوی اشنکزي» له قوله زیاتوي، چې د اسرائیلو پوځ د افسرانو په ګډون غزه او لبنان کې د دې هېواد ۱۳ سرتېري په ۲۴ ساعتونو کې له لاسه ورکړي.
خبریال زیاته کړې، اسرائیلیان په غزه کې د غرقېدو په حال کې دي او نپوهیږي چې څنګه د جګړې له ډګره بریالي ووځي.
سرچینه د اسرائیلي رسنیو له قوله وایي، له جګړې څخه بېرته را ستانه شویو ۱۷ زره پوځیانو څخه ۴ زره جګړې ته ګرځېدلي او پاتې ۱۳ زرو په غزه او لبنان کې له جګړو انکار کړی دی.
سرچینه زیاتوي، د اسرائیلو پوځ د داخلي وېرو او ډار له امله د استخدام له سخت کمښت سره مخ دی او اشغالګر چارواکي د را ستانه شويو پوځیانو ګډون په جګړه کې ستونزمنه لاره بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې له مرګونې جګړې وروسته صهیونېست ځواکونو د جګړې لمنه ایران، یمن او لبنان هېوادونو ته هم اوږده کړې او دا مهال له ماتې او بشري ځواک له سخت کمښت سره مخ دي.