اسراييلي پيلوټ له ۲۰ کلن نظامي خدمت وروسته ځانوژنه کړې
د اسراييلي هوايي ځواک يوه پيلوټ د تېرې چهارشنبې په ورځ له شلن کلن نظامي خدمت وروسته خپل ژوند په ځانوژنه پای ته رسولی دی. هغه له سخت رواني فشار سره مخ و.
اسراييلي ورځپاڼې «يديعوت أحرونوت» خبر ورکړی، چې أساف دغان له ځانوژنې وړاندې خپلې مور ته يو پيغام هم پريښي دی او په کې ويلي يې دي: «نن اوښکې بهېږي او خبرې په ګډوډ او دردوونکي ډول ليکل کېږي. زه نه پوهېږم څه بايد ووايم، ډېر شيان شته چې ته يې په اړه خبره نه يې... ښايي دا ستا غم کم کړي؛ چې پوی شې ما ارام موندلی دی او نوره به ته هيڅ کله ما ته پرېشانه نه شې».
سره له دې چې د نوموړي مور غوښتنه کړې، چې زوی يې له پوځي مراسمو سره سم خاورو ته وسپارل شي، خو د اسرييلي پوځ د قانون له مخې به هغه له دې محروم شي.
مور يې وايي: «أساف ۲۰ کاله وړاندې د پراشوټ ټولې ته جذب شو، وروسته هوايي ځواک ته تبديل شو او په ورته وخت کې يې په ۸۲۰۰ ټولي کې هم دنده ترسره کوله».
۸۲۰۰ ټولی د برېښنايي استخباراتو متخصص ټولی دی، چې د الوتکو او نورو سيستمونو له لارې استخباراتي معلومات راټولول، د پرمختلليو برېښنايي جنګي توکو وده، د برېښنايي معلوماتو کوډ کول او «پېچلی تجسس» يې له دندو څخه دي.
دا ټولی د اسرييلي پوځ د استخباراتو په څانګه «خونديتابه» پورې هم تړلی دی، چې د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اوومې وروسته د سختې ناکامۍ له امله په بشپړ ډول له بيا رغونې سره مخ شو، په دې معنا چې بيا ځلي د دندې د اهليت لرلو جوګه کېدو له مرحلې تېر شو.
د دغان مور څرګنده کړې ده، چې «ما د هغه په چلن کې بدلونونه ليدل، پوځ نه له راخوشې کېدو وروسته هغه خورا ګوښې شوی و، له خپلوانو او ملګرو يې ډډه کوله او د شور او ځوږ زغم يې نه درلود».
هغې زياته کړې ده «ما له هوايي ځواک سره اړيکه ونيوه او ومې ويل: زما په اند مناسبه نه ده، چې دی الوت وکړي او تاسو بايد د ده الوتنې ودروئ. د الوتنو له درېدو وروسته يې کريا کې احتياطي خدمت ته ولېږدول شو او هلته يې په اوونۍ کې يو ځل په احتياطي خدمت کې ګډون کاوه».
د يادونې وړ ده، چې د غزې د روانې جګړې له پيل راوروسته اسراييلي پوځ له دې امله له لوی سرخوږي سره مخ دی، چې ګڼ شمېر پوځيان يې د دندې له ترسره کولو ډډه کوي. اسراييلي چارواکو په دې ترڅ کې په خپلو څرګندونو کې دې کار ته توند غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې هر شی د منلو دی، خو پوځي دندې نه انکار ورته د منلو نه دی.