سروې: ۶۰ سلنه المانيان اسراييلو ته د وسلې له ورکړې سره مخالف دي

سروې: ۶۰ سلنه المانيان اسراييلو ته د وسلې له ورکړې سره مخالف دي نړۍ

څېړنو لپاره د المان «فورسا» شرکت د تلفوني خبرو له لارې له المانيانو يوه سروې کړې ده او پايلو کې يې ويلي، چې له ۶۰ سلنه ډېر المانيان اسراييلو ته د دې هېواد له لوري د وسلې له ورکړې سره مخالف دي.

ياد شرکت څرګنده کړې ده، چې د تلفوني خبرو له لارې يې له ۷۰۰۰ المانيانو سره په دې اړه بحث کړی او پايلو وښوده چې ۶۰ سلنه المانيان د المان له لوري اسراييلو ته چې غزه کې نسل وژنه کوي؛ د وسلو له ورکړې سره مخالف دي.

شرکت دغه سروې د روان اکتوبر په ۱۷ او ۱۸مه نېټه ترسره کړې ده او څرګنده شوې ده، چې يوازې ۳‍۱ سلنه المانيان اسراييلو ته د وسلو په صادرولو خوښ دي.

د سروې پايلې په سټرين المانۍ مجله کې خپرې شوې دي او په سروې کې د ختيځ المان د ګډونوالو ۷۵ اويا سلنه وګړو اسراييلو ته د وسلو او تجهيزاتو له ورکړې سره مخالفت ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې المان په وروستيو کې د ۸ اوونيو دننه اسراييلو سره د ۳۱ میليون يورو په ارزښت د وسلو او تجهيزاتو په پېر او پلور هوکړه کړې ده.

دغه راز د المان د اقتصاد وزارت د روان اکتوبر په ۱۶مه نېټه وويل، چې حکومت يې سږکال اسراييلو ته د ۴۵.۷۴ میليون ډالرو په ارزښت د د وسلو او تجهيزاتو په پلور هوکړه کړې ده.

په داسې حال کې چې د المان ډېری وګړي اسراييلو سره د المان په دې مرسته خوښ نه دي، خو المان د غزې د روانې جګړې له پيله د اسراييلو ټينګ ملاتړ اعلان کړی او لوړ پوړو چارواکو يې اسراييلو ته ټټر وهلی چې هر وخت به يې هر ډول مرسته وکړي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهيسې اسراييل غزه کې په خورا وحشت د فلسطينيانو نسل وژنه کوي، چې تر دې دمه يې له ۱۵۰ زرو ډېر فلسطينيان شهیدان او ټپيان کړي دي. تل ابيب په دې ټولوژنه کې د امنيت شورا د هغو پرېکړو هيڅ باک نه لري، چې له مخې يې غزه کې د جګړې درولو بيا بيا ټينګار شوی دی. هېره دې نه وي چې اسراييل په دې جګړه کې د امريکا او غرب له مطلق ملاتړه برخمن دي.
ویب سایټ لېنک: https://hurriyat.net

تړلي موضوعات