تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو ۵۳ پوځیان سخت ټپیان شوي
المیادین رسنۍ د خپلو سرچېنو له قوله خبر ورکړی، چې د ۵۳ ټپيانو له ډلې د ۱۵ روغتیايي وضعیت نازک دی.
نړېوالو رسنیو د اسرائیلي پوځ له قوله خبر ورکړی، د اسرائیلو ۵۰ پوځيان په لبنان او درې هم په غزه کې ټپیان شوي چې د ۱۵ تنو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ټي آر ټي ترکي رسنۍ د اسرائیلي پوځ وېب پاڼې له قوله زیاتوي، د وروستۍ پېښې په ګډون په غزې تړانګه کې د اسرائیلي اشغالګر پوځ د ټپیانو شمېر ۲زره ۳۴۷ تنو ته رسېدلی دی؛ چې خپلواکې سرچینې دا شمېر څو برابره لوړ ښيي.