لبناني بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو لومړي وزیر کور په نښه کړی

  لبناني بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو لومړي وزیر کور په نښه کړی نړۍ
انځور اسرائیلو کې د نتنیاهو د اوسېدلو ځای

ایراني او چینایي رسنیو خبر ورکړی، چې د لبنان یوې بې پیلوټه الوتکي د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو کور په مستقیم ډوله په نښه کړی.

د ایران تسنیم خبري اژانس ویلي، صهیونیستي رژیم پوځ قیساریه سیمه کې له یوې ودانۍ سره د پیلوټه الوتکې جنګېدل تائید کړي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر له دفتر د نشر شویو معلوماتو له مخې، دغې بې پیلوټه الوتکې ته له لبنان څخه پروزا ورکړل شوی چې د ۷۰ کیلومټره واټن وهلو سره په مستقیم ډول د نتنیاهو کور سره جنګېدلې.

د سیمې له ځای څخه په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري، چې سیمه د پولیسو له لوري کلابنده شوې او امبولانسونه هم د پېښي ځای ته رسېدلي دي.

تړلي موضوعات