د ترکیې ملاتیا ولایت کې نسبتاً شدیده زلزله شوې
د ترکیې د ناورین او بېړني حالت ادارې اعلان کړی، چې نن سهار په ځایي وخت ۱۰ بجې او ۴۶ دقیقې د دې هېواد د ملاتیا ولایت په قلعه ولسوالۍ کې د رښتر په کچه ۵.۹ درجې زلزله شوې ده.
ټي ار ټي رسنۍ ویلي، چې د یادې ادارې ټیمونه په ملاتیا، دیاربکر، شانلياورفا، الازیغ، باتمان او تونجلي ولایتونو کې له پولیسو او ژاندارما یعنې ځایي امنیتي کسانو سره یوځای د زیانونو د تثبیت چارې پیل کړې دي.
د دې زلزلې ژوروالی لس کېلومتره د ځمکې لاندې ښودل شوی دی.
تر اوسه یواځې د ځېنو استوګنیزو ودانیو د زیان خبر ورکړل شوی او د ځاني زیان په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.