افغانستان کې شته وضعیت د ډاډ وړ دی
د تېرې ادارې ګڼو والیانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې په هېواد کې په روان وضعیت خوښې ښودلې او د شته وضعیت د دوام هیله یې څرګنده کړه.
یادو والیانو دې کتنه کې د خپلو تجریو په رڼا کې له اسلامي امارت سره د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه ورکړې.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په بهر مېشتو هېوادوالو غږ کړی، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د عزت او سکون ژوند تېر کړئ.
ښاغلي وزیر دغو والیانو ته په هېواد کې د اسلامي امارت تر چتر لاندې د ارام، ډاډمن او باعزته ژوند تېرولو له کبله خوښې ښودلې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه او لوړ رتبه مسؤلینو بهر کې مېشتو افغانانو ته تل بلنه ورکړې، چې خپل هېواد ته راستانه شي او د امن او ډاډ په فضا کې د خپلو کورنیو سره د سکون ژوند تېر کړي.