بغلان کې ترافیکي پېښه کې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
دغې پېښه کې ۱۷ تنو ژوند بایللی او ۳۴ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان ولایت امنیه قومندانۍ د رسنیو دفتر ویلي، دغه پېښه نن سهار د بغلان ولایت خنجان ولسوالۍ شمالي سالنګ تخته سنګ سیمه کې له سړک څخه د یو عراده ۵۸۰ بس د لوېدو له کبله رامنځته شوې.
د معلوماتو له مخې دې پېښه کې ۱۷ تنو ژوند بایللی او ۳۴ نور ټپیان دې، چې په شهیدانو او ټپیانو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.
د دې پېښي ټپيان د خنجان ولسوالۍ امنیه قومندانۍ پولیسو له لوري د پلخمري ښار مرکزي روغتون ته انتقال شوي دي.