تورخم او سپین بولدک کې دې د بار وړونکو موټرو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي
د غه غوښتنه د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو د کور او ښارجوړولو وزیر مولوي حمدالله نعماني سره په کتنه کې کړې ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت استازو دې کتنه کې تورخم او سپین بولدک ښارګوټو کې د خصوصي سکټور د ستونزو حل په اړه خبرې اترې کړې دي.
د یاد وزارت استازو د کور او ښار جوړولو وزیر څخه غوښتي، چې یادو دوو ښارګوټو کې دې د بار وړونکو موټرو لپاره سړک، پل او یوې بلې لویې دروازې د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
د کور او ښار جوړولو وزیر دې کتنه کې ویلي، چې غوښتنې او وړاندیزونه دې د یوه رسمي مکتوب له لارې ورسره شریکې کړي، تر څو د دغه وزارت اړوند څانګې یادو ستونزو ته طرحه او پلان جوړ او عملي اقدام وکړي.