هیڅوک له دولتي ملکیتونو څخه شخصي استفاده نه شي کولای

هیڅوک له دولتي ملکیتونو څخه شخصي استفاده نه شي کولای افغانستان
د اسلامي امارت مشرتابه عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث والقران مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم له مخې هیڅوک نه شي کولای له دولتي ملکیتونو څخه د شخصي ګټو لپاره استفاده وکړي.

ښاغلي فطرت رسنیو ته په استول شوي غږیز پیغام کې له هغو کسانو چې اوس مهال هم له دولتي ملکیتونو څخه شخصي استفاده کوي غوښتي چې دغه ځایونه دې پرېږدي.

نوموړي زیاته کړې، دغه حکم ټولشموله دی او په ټول هېواد کې د اجرا وړ دی.

د اسلامي امارت د مشرتابه داسې مهال دغه حکم ورکوي، چې تر دې وړاندې یې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې وه، چې هغو کسانو سره دې قانوني چلند وکړي، چې له دولتي وسایطو څخه شخصي استفاده کوي.

تړلي موضوعات