پاکستان د یو بل کال لپاره د افغان کډوالو د کارتونو موده وغځوله
دا اعلان وروسته له هغې وشو، چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري راستنولو لړۍ له تېر کال راهېسې پیل شوې ده.
اسلام اباد کې افغان سفارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د یو بل کال لپاره په پاکستان کې د قانوني اوسېدو له دې پرېکړه ورته د پاکستان د سرحدي سیمو وزیر امیر مقام خبر ورکړی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکېب پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، پاکستاني وزیر سره یې همداراز د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د ګډې کمېټې پر جوړولو هم خبرې کړې.
څو ورځې وړاندې افغان سفیر د ملګرو ملتونو د کډوالو له عمومي استازي سره لېدنه کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د درې اړخیزې ګډې کمېټې د جوړولو غوښتنه کړې وه.
افغان سفیر دغه راز له پاکستاني لوري غوښتي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ امنیتي او سیاسي موضوعات دې پر کډوالو پورې نه تړي.
سردار احمد شکېب په خپله خوښه هېواد ته د کډوالو په ستنېدو ټینګار کړی دی.