سوداګرو او پانګوالو د اسانتیاوو په موخه به نور ګامونه واخېستل شي

سوداګرو او پانګوالو د اسانتیاوو په موخه به نور ګامونه واخېستل شي افغانستان
د افغان سوداګرو له استازو سره د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال کتنه

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د افغان سوداګرو ټولنې له غړو سره لېدنه کې ویلي، د پانګوالو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو د برابرولو په موخه به له اړوند ادارو سره همغږي لا زیاته شي.

مولوي عبدالکبیر د سوداګرو او پانګوالو استازو ته وویل، له سوداګرو ملاتړ د اسلامي امارت مسئولیت او لومړیتوب دی او د اسلامي امارت زعیم او رهبري له افغان سوداګرو سره همکارۍ ته ډېر پام کوي.

بلخوا دې کتنه کې سوداګرو ویلي، له چارواکو سره د سوداګرو نږدې اړیکو د دوی د لسیزو ستونزې حل کړې، چې ور سره کاروبار غوړېدلی او پانګونه زیاته شوې ده.

سوداګرو د اسلامي امارت له لوري په مالیاتي برخو کې کمښت له سوداګرۍ ښه ملاتړ بللی دی.

تړلي موضوعات