هلمند کې د وسله والو غلو درې ډلې نیول شوې دي
د هلمند ولایت امنیه قومندانۍ رسنیز دفتر وايي، د دې ولایت امنیتي ځواکونو د تېرې یوې اونۍ په ترڅ کې د وسله والو غلو درې ډلې نیولې چې په وسله والو غلاوو کې یې لاس درلود.
امنیه قومندانۍ ویلي، نیول شوې ډلې چې تعداد یې لس تنو ته رسېږي یو شمېر وسلې او مهمات یې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
نیول شویو غلو په شپنیو غلاوو، موټر، موټرسایکلونو او له خلکو د موبایلونو په اخیستلو کې لاس درلود، چې د هلمند مرکز لښکرګاه او ولسوالیو کې نیول شوي دي.
نیول شوي کسان د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.