د پوځي وسایطو د ترمیم لړۍ دوام لري

د پوځي وسایطو د ترمیم لړۍ دوام لري افغانستان
۲۱۵ عزم قول اردو کې تازه ترمیم شوي پوځي وسایط

د ۲۱۵ عزم قول اردو تخنیکي ورکشاپ ۱۲۵ عرادې بېلا بېل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخېستنې ته وړاندې کړي.

د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، په دغو تازه ترمیم شویو پوځي وسایطو کې ۱۰۵ هاموې ټانګونه او پاتې نور یې هاموې امبولانس دي.

ملي دفاع وزارت زیاته کړې، د اسلامي ملي اردو ټول منسوبین د بیت المال ساتنې برخې ته کلکه ژمنتیا لري.

د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته د هېواد په بېلا بېلو برخو کې زرګونه پوځي وسایط، لرې واټن وېشتونکي مزایل او ان څرخي هلیکوپټرې بېرته ترمیم او ګټې اخېستنې ته وړاندې شوي دي.

تړلي موضوعات