د نشه یي توکو ۷ قاچاقبران نیول شوي

د نشه یي توکو ۷ قاچاقبران نیول شوي افغانستان
د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو له لوري نیول شوي قاچاقبران

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د مخدره موادو دا قاچاقبران د ننګرهار دور بابا ولسوالۍ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو اړوند سرحدي ځواکونو نیولي دي.

سرچینې ویلي، له نیول شویو کسانو ۵۶ کلچې خام چرس چې ۶۶.۵ کیلو ګرامه کیږي هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.

د مخدره موادو دغو قاچاقبرو غوښتل، چې یاد توکي د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړې ته ولېږدوي، چې ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري پر نشه یي توکو له بندیز وروسته هېواد کې د مخدره توکو قاچاق او کرکیله تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې.

تړلي موضوعات