د عاشورا مراسمو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي

د عاشورا مراسمو لپاره بشپړ امنیتي تدابیر نیول شوي دي افغانستان
دایکنډي ولایت کې د عاشورا مراسمو لپاره امنیتي تدابیر

د دایکنډي ولایت امنیه قومندانۍ امنیت امر عبدالعزیز طیب د دې ولایت خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د عاشورا ورځو لپاره یې پوره امنیتي تدابیر نیولي دي.

ښاغلي طیب ویلي، د بېلابېلو ارګانونو سره په همغږۍ یې د جوماتونو، منبرونو او عامه ځایونو د امنیت د تامین لپاره ګډ پلان جوړ کړی، چې د دې ولایت د خلکو د امنیت او سولې په موخه به پلي شي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت را ورسته د هېواد ګوټ ګوټ کې سرتاسري امنیت تامین شوی، چې هر کال د اهل تشیع هېوادوالو یاد مراسم بې له کومې امنیتي پېښې ترسره کېږي.

تړلي موضوعات