پنجشېر کې څـه باندې ۹ کیلو چرس نیول شـوي

پنجشېر کې څـه باندې ۹ کیلو چرس نیول شـوي افغانستان
پنجشېر کې نیول شوي چرس

د پنجشېر امنیه قومندانۍ خبر ورکړی، چې امنیتي ځواکونو د پنجشېر پریان ولسوالۍ خاواک ساحې مربوطاتو کې ۹ کیلو چرس نیولي دي.

د یادې قومندانۍ ویاند عابدالله فاروقي حریت نیوز ته راستولي ویډيويي کلیپ کې ویلي، چې د یادو نشه يي توکو په تړاو تورن قاچاقبر له سیمې تښتېدلی، خو امنیتي ځواکونه یې د نیولو هڅې کوي، چې ژر به د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري پر نشه یي توکو له بندیز وروسته هېواد کې د مخدره موادو قاچاق او کرکیله تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټه شوې.

تړلي موضوعات