متحده عربي اماراتو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش څانګه پرانېستل شوه
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چې متحده عربي اماراتو کې مېشتو افغانانو ته د لا ډېرو اسانتیاوو په موخه یې تېره ورځ د اسان خدمت د برېښنايي تذکرو د وېش څانګه په رسمي ډول پرانېستله.
په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې په یاد هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي بدرالدین حقاني یاده برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ او ژمنه ورکړې.
متحده عربي اماراتو کې دا مرکز به برېښنایي پېژندپاڼې، زېږون کارتونه او د مړینو د پارچو وېش خدمتونه وړاندې کوي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره په پام کې لري، چې په نورو بهرنیو هېوادونو کې هم افغان کډوالو ته د اسانتیاوو په موخه د اسان خدمت مرکزونه پرانیزي.