ټول هېواد کې یتیمانو، کوڼدو او معلولینو سره درې میلیارده افغانۍ مرسته شوې
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د ۱۴۰۳ مالي کال د منظورې شوې بودیجې سره سم د روان کال لومړیو شپږو میاشتو مساعدتونو د ورکړې پروسه یې پیل کړې.
د دې وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس مفتي فیصل وایي، تر دې دمه یې په ټول هېواد کې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د درې میلیارده افغانیو په ارزښت نغدې مرستې ورکړې دي.
مفتي فیصل ویلي، دغه مرستې د یوې منظمې طرحې سره سم د بانکي سیسټم له لارې ورکړل شوې دي.
نوموړي ډاډ ورکړی، هغو کسانو ته چې تر دې دمه یې نغدي مرستې نه دې ترلاسه کړې، هغوی ته به هم په نږدې ورځو کې د خپلو بانکي حسابونو له لارې واستول شي.