هېواد ته د کډوالو راستنېدو لړۍ دوام لري

هېواد ته د کډوالو راستنېدو لړۍ دوام لري افغانستان
هېواد ته بیرته راسنتېدونکي افغان کډوال

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د مالوماتو له مخې یواځې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۲ زره کډوال له پاکستان او ایران بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د سرچېنې په لېکنه، دغه کډوال د نیمروز ولایت ورېښمو پل، د هرات اسلام کلا، کندهار سپین بولدک او د ننګرهار تورخم له لارو په جبري او یا هم پخپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغو کډوالو له ډلې ۷۸۱ تنه د تورخم، ۵۷۱ تنه د سپین بولدک له لارې له پاکستان او ۷ زره ۱۲۵ تنه د اسلام کلا او ۳ ۲۵۰ تنه نور بیا د ورېښمو پل له لارې له ایران څخه راستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویلي، بیرته راګرځېدونکي کډوال یې تر ثبت او راجستر وروسته د مرستو لپاره د کډوالي نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ او خوړو نړیوال سازمان ته ورپېژندلي دي.

تړلي موضوعات