کاپیسا کې د ترافیکې پېښې له امله لس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
دا ترافېکې پېښه تېره ورځ د کاپیسا اله سای ولسوالۍ چایي خېلو سیمه کې شوې ده.
د کاپیسا امنیه قوماندانۍ د مالوماتو له مخې، د یو ټونس موټر د چپه کېدو له امله د یوې ښځې په ګډون څلور تنه مړه او ۶ نور ټپیان شوي دي.
امنیتي مسولین وايي، ټپیان د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي خو د ځېنو روغتیايي وضعیت نازک دی.