ا.ا.ا ویاند: افغانستان اوس خیرات خور نه دی؛ خپل هېواد په خپلو مټو ابادوو
د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد د دوحې ناستې پایلو خبري غونډه کې د حریت راډيو خبریال پوښتنې ته ځواب کې وویل، چې ځینو هېوادونو فکر کاوه چې اسلامي امارت به له حاکمیت وروسته سقوط کوي، امنیت به خراب شي او حکومتولي کې به ناکام شي، خو برعکس افغانانو د بهرنیو مرستو بغیر ښه حکومتولي وکړه، اقتصاد ته یو مسیر پیدا شو او د امنیت تر څنګ پراختیايي پروژې پلي شوې.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې د هېوادونو هغه نظر اوس بدلون کړی چې پخوا به یې درلود، چې ګواکې افغانستان اوس هم دوی او د دوی مرستو ته په تمه دی او خیرات خور دی.
د اسلامي امارت ویاند په خبره، چې د دې نظر بدلېدو له افغانستان سره له اړیکو پاتې هېوادونه لیواله کړي، چې افغانستان سره تعامل وکړي او اړیکې ورسره ښې کړي.
ښاغلي مجاهد پر نړېوالو غږ وکړ، چې باید د یوه هېواد استقلال او حریت ته درناوی وکړي او د مداخلو لپاره بهانې پیدا نه کړي.
ذبیح الله مجاهد همدرانګه وویل، چې افغانستان اوس د مداخلو میدان نه دی، له نړۍ سره مثبت، رغنده او په متقابل احترام ولاړو اړیکو غوښتونکي یوو.