پکتیا کې ګڼې وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي

پکتیا کې ګڼې وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي افغانستان
په پکتیا ولسوالۍ کې ګڼ نظامي تجهیزات نیول شوي

د پکتيا ولايت امنيه قومندانۍ خبر ورکړی، چې امنيتي ځواکونو د دغه ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې ګڼې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.

 

د دې قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، چې په دغو نیول شویو مهماتو کې لس کلاشینکوفونه، دوه زره د کلاشینکوف مرمۍ، لس لاسي بمونه، شل د کلاشینکوف شاجورونه او نور پوځي تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

 

یاده سرچینه زیاتوي، چې دغه اندازه مهمات په پټه او غیر قانوني ډول په یوه کور کې ساتل شوي وو، چې د امنیتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر اساس کشف او ترلاسه شوي دي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې د کشفي عملياتو پر مهال په لسګونو میله سپکې او درنې وسلې ترلاسه کړې دي.

تړلي موضوعات