فاریاب ته د کرنې وزیر سفر؛ له ځایي چارواکو سره کتنه کې یې د اوبو پر مدیرت او ځان بساینې ټینګار کړی
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري فاریاب ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره کتلي او د هېواد د اوبو پر مدیریت، ځان بسیاینې او د خوړو پر خوندیتوب یې ټینګار کړی.
ښاغلي وزیر ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ وړاندې د اوبو د مدیریت لپاره هېڅ کار نه دی شوی، په داسې حال کې چې افغانستان د ګاونډیانو لپاره د اوبو سرچینه ده او خلک لا هم د اوبو له کمښت سره مخ دي.
د کرنې وزیر همدا راز زیاته کړې، چې دا مهال افغانستان کې د کار لپاره شرایط مناسب دي او له هېوادوالو غواړي، چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.
له بل لوري بیا دې کتنه کې د فارياب والي د دغه ولايت سيمه ييزو مسؤلينو ته ویلي، چې له کروندګرو، مالدارنو او د کرنې له کارکوونکو سره د همکارۍ او ملاتړ په برخه کې پوره او بشپړې هڅې وکړي.