کابل کې ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې

کابل کې ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې افغانستان
د کابل بګرامیو کې له غصب څخه راګرځول شوې ځمکه

د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د املاکو لوی ریاست له لوري د کابل بګرامیو ولسوالۍ د نساجې فابریکې ته څېرمه ۳۲۵ جریبه ځمکه له غصب راګرځول شوې.

د مالیې وزارت ویلي، د یاد وزارت اړوند دغه ځمکه له کلونو راهیسي د یو شمېر زرواکو له لوري غصب شوې وه، چې غیرقانوني کورونه په کې جوړ شوي ول.

یاد وزارت زیاته کړې، له غصب څخه په راګرځول شوې ځمکه غیرقانوني جوړ شوي کورونه ړنګ او ځمکه د غاصبینو له واکه وتلې ده.

د یادونې ده، چې  په یاده ځمکه باندې به ټولګټي پروژې پلي شي، چې ورسره به د سیمې د ابادۍ او ښکلا‌ ترڅنګ، یو شمېر هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو را وروسته عدلیې وزارت له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون له لوري په ټول هېواد کې میلیونونه جریبه غصب شوې ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.

تړلي موضوعات