د اختر شپو او ورځو کې تر ۲۰ زرو زیات سيلانیان پنجشیر ته تللي دي

د اختر شپو او ورځو کې تر ۲۰ زرو زیات سيلانیان پنجشیر ته تللي دي افغانستان
د پنجشېر ولایت طبیعي ښکلا چې د سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی

د پنجشير ولایت سيمه ييز چارواکي وايي، د تېر لوی اختر په پنځو ورځو كې څه باندې شل زره کورنیو سيلانيانو دغه ولايت ته سفر کړی دی.

د پنجشیر والي حافظ محمد اغا حکيم ویلي، چې دغه ولایت ته د ورتلونکو سيلانيانو لپاره د اسانتياوو د برابرولو او د امنيت د تامين لپاره کار کوي.

ښاغلي حکیم له سیلانیانو غوښتي، چې د ورتګ پر مهال د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ګرځندويي اصول مراعات کړي.

د یادونې ده، چې پنجشیر د افغانستان یو له غرنیو ولایتونو دی، چې د روانو اوبو، تازه هوا او طبیعي منظرو په لرلو سره د اوړي په موسم او په ځانګړي ډول په ځانګړو ورځو کې زرګونه سیلانیان د تفریح په موخه ورځي.

تړلي موضوعات