افغان نړېوال لوبڅار شینواری ومړ
د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی، چې د افغانستان او نړېوال کرېکټ مجرب لوبڅار بسم الله جان شینواري د ورپېښې ناروغۍ له امله خپل روح عظیم او رحیم رب ته سپارلی دی.
کرېکټ بورډ ویلي، چې د بورډ مشرتابه، ټول لوبغاړي او کارکوونکي د ښاغلي شینواري مړینه یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او په دې ستر غم کې ځانونه د شینواري له کورنۍ، خپلوانو او قوم سره شریک ګڼي او دوی ټولو ته د همدردۍ او صبر مراتب وړاندې کوي.
کرېکټ بورډ زیاته کړې، چې ښاغلي شینواري د خپلې بریالۍ مسلکي دورې په موده کې په ۳۴ یو ورځنیو نړېوالو، ۲۶ شل اوریزو نړېوالو، ۳۱ فرسټ کلاس، ۵۱ لېست اې او ۹۶ کورنیو شل اوریزو سیالیو کې د لوبڅار په توګه دنده تر سره کړې وه.
د یادونې وړ ده، چې د یاد افغان نړېوال لوبڅار پر مړینه ملي لوبغاړو او عامو افغانانو ژوره خواشیني ښودلې.