کارني د کاناډا نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

کارني د کاناډا نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو نړۍ
د کاناډا نوی لومړی وزیر مارک کارنی

مارک کارني د کاناډا لومړي وزیر په توګه پرون یکشنبه د لیبرال ګوند د رایو په غوڅ اکثریت سره د کاناډا صدراعظم وټاکل شو.

رویټرز خبري اژانس وايي، کارني چې د کاناډا مرکزي بانک مشري یې هم کړې د لېبرال ګوند د نوي مشر په توګه داسې مهال د جستن ټروډو ځای ناستی کیږي چې له امریکا سره د سوداګرۍ او کډوالۍ پر سر جنجال لري.

سرچینې وايي، له دې وروسته به کارني پرېکړه وکړي چې په کاناډا کې سراسري ټاکنې څه وخت ترسره شي.

اژانس زیاتوي، ۵۹ کلن کارني ژمنه کړې چې د امریکا له لوري ټاکل شویو تعرفو په برخه کې به ده ته د هېواد ګټې لومړیتوب ولري او زیاته کړې ده، چې د ټرمپ هغه وړاندیز پر وړاندې به کلکه مبارزه وکړي چې وايي، کاناډا به د امریکا ایالت شي.

سرچینې وايي، جسټن ټروډو د روان ۲۰۲۵ کال د جنوري په لومړیو ورځو کې د یو شمېر کړکېچونو له امله له دندې استعفا وکړه او د مخه ښې پر مهال په مراسمو کې ویلي، چې د دې هېواد خلک امریکا له ستونزو سره مخ کړي دي.

تړلي موضوعات