بلخ کې د چاپېریال ککړتیا مخنیوي په موخه د خښتو بټیو کې فلټرونه لګول کېږي
<
د بلخ چاپېریال ساتنې ریاست مسؤلينو ویلي، د خښتو بټیو ته د برېښنا له غځولو سره سم به د چاپېریال ککړتیا مخنيوي لپاره د لوګي تصفیې فلټرونه ولګول شي.
ورته مهال بیا د خښتو بټیو یو شمېر مسؤلین له دولت د سکرو بیو ټيټوالي غوښتنه کوي.