تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې نوې څانګې فعاله شوې
<
د یادې ادارې مسؤلین وايي، چې په نویو څانګو کې زده کوونکو ته د کانونو پېژندنې تر څنګ د پروسس په برخو کې هم زده کړې ورکول کیږي.
د دې ادارې مسؤلینو د خپلو یوکلنو لاسته راوړنو تشرېح پروګرام کې وویل، د لسګونه نویو څانګو په جوړولو سره یې تېر کال څه باندې ۸۰ زره کسان د زده کړو لپاره جذب کړي او زرګونه نور یې له زده کړو وروسته فارغ کړي دي.