چین پاکستان کې د خپلو پروژو راتلونکي ته اندېښمن دی
اسلام اباد کې د چین سیاسي استازي پاکستان کې امنیتي ننګونې چې د چین اقتصادي پروژې ګواښي، په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
د ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی، اسلام اباد کې د چین سیاسي استازي ونګ شنګ چې د امنیتي دلایلو له کبله یې د پاکستان پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د چین او پاکستان اقتصادي کوریډور (CPEC) چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالرو په ارزښت د پلي کېدو په حال کې ده راتلونکی یې له امنیتي ننګونو سره مخ دی.
یاد لوړ پوړي چینایي چارواکي ویلي، که امنیت ښه نه شي څوک به داسې شرایطو کې کار ته چمتو نه شي. په خبره یې، ګوادر او بلوچستان کې له چنیایانو کرکه کېږي او غواړي، چې د چین او پاکستان اقتصادي کوریډور خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې چین له اسلام اباد غوښتي و که پاکستان کې د چینایي وګړو امنیت نه شي ټینګولی اجازه دې ورکړي، چې چین خپله لاس په کار شي.