روسیې او ایران شل کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی

روسیې او ایران شل کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی سیمه
د روسې او ایران ولسمشران د ستراتیژیک تړون د لاسلیک پر مهال

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ایراني سیال مسعود پزشکیان سره تېره ورځ د دفاعي اړیکو پیاوړتیا په موخه شل کلن ستراتیژیک تړون لاسلیک کړی.


د غه تړون د امنیت، نظامي تمریناتو، له جنګي بېړیو لیدنه او د دواړو لوریو د افسرانو زده کړو برخو کې د دواړو هېوادونو نظامي همکارۍ پراخوي.

 

د ایران ولسمشر دغه تړون د غرب فشارونو سره د مقابلې او څو قطبي نړۍ رامنځته کولو برخه کې یو مهم ګام بللی دی.

 

ایران چې د اوکراین جګړې کې د روسیې له اصلي ملاتړو بلل کېږي نظامي شنونکي په دې باور دي چې اوکراین جګړې کې د ایران له بې پیلوټه الوتکو د روسیې استفاده د دې هېواد له پوځ سره مرسته کړې، چې د اوکراین پر وړاندې جګړه کې د پام پرمختګونه ولري.

تړلي موضوعات